Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د ۱۳۹۹ لمریز کال د لومړی ربعې راپور

د ۱۳۹۹ لمریز کال د لومړی ربعې راپور

 

د۱۳۹۹ کال د لومړی ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۱۱۲ قضیو په تړاو۱۴۷ تنه د دوو میرمنو او یوه بهرنی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او له اړوند دوسیو سره یې دعدلي اوقضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږلی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویو کسانو په مینځ کې یو کس چې غوښتل یي د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګر څخه نشه یې توکې(تریاک) په خیټي او سفری بکسونو کې ترکی هیواد ته یې قاچاق کړي چې دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

همدارنګه دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزدځانګړی څارنوالئ په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د۱۳۹۹لمریزکال د لومړی ربعی په لړکې۵۶عرادی موټره ،۲عرادی موټرسایکلونه،۳ عرادی بایسکیلونه،۲۰۴سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه او۱۵میله بیلابیل وسلئ چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړي او (۵۳۹۷۹۸۴) نغدی افغانئ او (۳۷۸۹) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بلخوا په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۲۱۱ تنه د۱۱ تنه دولتی کارکوونکي او دری  میرمنو په ګډون د۱۴۳ قضیو په اړوند له در ۲۰ زرو افغانیو نغدی جریمی سربیره تر تر۳۰کالوپوری محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۱۰۵ تنه د ۱۲تنه دولتی کارکوونکو په ګدون د۷۵ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی د ابتدایی او استیناف محکمو له لوری د موثق دلایلو نه شتون له کبله ۱۱ تنه د څلورو دولتی کارکونکو په ګدون بیګناه پیژندل شوی دي.

همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۸۲ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د۱۳۹۹ کال د لومړی ربعی په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات، نشه یې توکی او روان بدلونکي ګولی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:

 هیرویین (۱۷۰,۳۹۸)کیلوګرامه
 مورفین (۵۳) کیلوګرامه
 تریاک  (۶۳۱۳،۴۹۰) کیلوګرامه
 چرس (۷۰۹۳,۴۸۵) کیلوګرامه
 شیشه ( ۱۳۵،۸۸۹) کیلوگرام
 تابلیت (ک) (۲،۸۶۳) کیلوګرامه
 تیزاب( ۳۲۱,۶۵۴) لیتره
 جامد کیمیاوی مواد(۲۶۷،۲۷۰) کیلوگرام
 الکولی مشروبات(۸۷۱) لیتره
 بنګدانه (۶۹۵۰) کیلوګرامه
 
هغه ولایتونه چې د لومړی ربعی په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

ننګرهار ولایت د ۴۰ قضیو په درلودلو او کابل ولایت د ۱۶ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د څلورمی ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۲۶۷ قضیو په تړاو۳۱۷ تنه د۳ تنه زنانو په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.