Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د غویی میاشتې راپور

د غویی میاشتې راپور

2020-05-22 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو کاریراپور

د۱۳۹۹ لمریزکال د غویی میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرمونو د۲۵ قضیو په اړوند ۳۱ تنه د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز رالیږل شوی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۱۸ عرادی موټره،۲ عرادی موترسایکله،۳عرادی بایسکله،۱ میله وسلئ او ۶۰ سیټه ګرځنده ټیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۵۶۰۰۰۰) نغدی افغانئ او (۳۰۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د غویی میاشتې په لړ کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد دمبارز ی ابتدایی محکمی له لوری د ۸۶ قضیو په اړوند ۱۲۸ تنه د ۷ دولتی مامورینو او دریو میرمنو په ګدون د ۲ زره افغانیو نغدی جریمی سربیره تر ۳۰ کالو حبس محکوم په سزا شوي او په یاده موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی لخوا د ۲۳ قضیو په اړوند ۳۴ تنه د ۸ دولتی مامورینو په ګدون په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په پیژندل شوی دي.
په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۲۸ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د غویی میاشتی په ترڅ  کې د را رسیدلو قضیو په اړوند (۴۲,۶۱)کیلوګرامه هیرویین،(۶)کیلوګرامه مورفین (۵۳,۸) کیلوګرامه تریاک (۱۰۰۱)کیلوګرامه چرس (۳۶۰)لیتره الکولی مشروبات،(۱۱،۹۶) کیلوګرامه مت امفتامین  (۱۳,۰۸) کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد او(۲,۰۴۴) کیلوګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د (غویی) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

غویی میاشتې په ترڅ کې کابل او ننګرهار ولایتونه د ۷-۷ قضیو په لرلوسره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.
دا په داسی حال کې ده چې د وری میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۳۱ قضیو په تړاو۵۹ تنه د ۲ ښځو او یوه بهرنی وګړی په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.