Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د کب میاشتې راپور

د کب میاشتې راپور

2020-03-22 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو کاری راپور

د۱۳۹۸ لمریزکال د کب میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۹۳ قضیو په اړوند ۱۱۷ تنه د ۳ ښځی په ګدون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۱۴ تنه د یوی میرمنی په ګدون چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې(هیرویین) خپل ځیتو او بکسونو کې هند هیواد ته یي قاچاق کړی چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۲۸ عرادی موټره،۸عرادی موټرسایکله، ۱۱میله وسلئ او ۱۳۲ سیټه ګرځنده ټیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۳۹۳۱۵۷۷) نغدی افغانئ او (۲۹۶۴) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د ابتداییه محکمی له لوری۱۲۲ تنه د ۵ تنو د ولتی مامورینو په ګدون د ۹۶ قضیو په اړوند د ۳۰ زره افغانیو نغډی جریمه سربیره تر ۳۰ کالو حبس محکوم په سزا شوي  او  د اسیناف محکمی لخوا۸۰ تنه د ۷ دولتی مامورینو او یوه بهرنی وګړی په ګدون د ۵۹ قضیو په اړوند تنفیذی فیصلی صادری شوی دي.
په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۵۰ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د کب میاشتی په ترڅ  کې د را رسیدلو قضیو په اړوند (۳۵۲,۵۷۸) کیلوګرامه هیرویین، (۳,۵) کیلوګرامه مورفین،(۱۴۴۳,۹۹) کیلوګرامه تریاک(۲۷۷۸,۰۴۳)  کیلوګرامه چرس،(۸۰۹) لیتره الکولی مشربات ،(۶۱,۴۳۵) کیلوګرامه مت امفتامین(ښیښه) ،(۲۰۷۰) کیلوګرامه بنګدانه،(۵۶) لیتره تیزاب، (۲,۸)کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد ،(۱۶۸۴) کیلوګرامهخشخاش او(۰,۵۷۷) کیلوګرامه روان اړوونکی ګولی تابلیت (ک) کشف او ضبط شوی.

هغه ولایتونه چې د (کب) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۲۳ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۸ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د سلواغه میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۸۲ قضیو په تړاو۱۰۱ تنه په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.