Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د وری میاشتې راپور

د وری میاشتې راپور

2020-04-22 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو کاریراپور

د۱۳۹۹ لمریزکال د وری میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۴۴ قضیو په اړوند ۵۹ تنه د یوه میرمنو او یوه بهرنئ وګړی په ګډون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې یوه تن چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې(تریاک) ترکی هیواد ته یي قاچاق کړی چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شو.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۲۶ عرادی موټره،۱۱ میله وسلئ او ۱۰۴ سیټه ګرځنده ټیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۴۳۴۸۹۹۳) نغدی افغانئ او (۲۸۸۹) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد دمبارزی ځانګړی څارنوالی د راپور پربڼسټ د ابتداییه له لوری ۶۷ او داسیناف محکمی لخوا ۳۳ قضیی فیصله شوی دي.
په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۴۵ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د وری میاشتی په ترڅ  کې د را رسیدلو قضیو په اړوند (۶۳،۱۷۴)کیلوګرامه هیرویین،(۱۸)کیلوګرامه مورفین (۴۹۲،۹۸) کیلوګرامه تریاک (۱۳۹۳،۸۸۵)کیلوګرامه چرس (۱۰۷،۰۲۳)کیلوګرامه مت امفتامین (۶۹۵۰)کیلوګرامه بنګدانه (۳۲۱،۶۵۴) لیتره تیزاب (۰،۰۲۰) ګرامه جامد کیمیاوی مواد(۰،۰۲۰)لیتره مایع کیمیاوی مواد او(۰،۹۲۰) ګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د (وری) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

ننګرهار ولایت د ۸ قضیو په درلودلو او هرات ولایت د ۶ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د وری میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۷۲ قضیو په تړاو۹۵ تنه د ۵ ښځو په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري