Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د سلواغه میاشتې راپور

د سلواغه میاشتې راپور

2020-02-23 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو کاری راپور

د۱۳۹۸ لمریزکال د سلواغه میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۸۲ قضیو په اړوند ۱۰۲ تنه د یوی ښځی په ګدون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۲۵ تنه د دوو میرمنو په ګډون هغه کسان دي چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې(الکولی مشروبات او مت امفتامین) په خیټه او سفری بکسو کې هندوستان او سعودی عربستان او برعکس (مت امفتامین) یا ښیښه فرانسی هیواد نه افغانستان ته قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۳۸ عرادی موټره،۷ عرادی موټر سایکله ،۱۴ میله وسلئ او۱۰۹۱۴۲ سیټه ګرځنده ټیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۱۱۱۳۸۷) نغدی افغانئ او (۷۴۳) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

د سلواغه میاشتې په ترڅ کې ۱۰۱ تنه د مسکراتو اونشه یې توکو په قاچاق تورن د ۶۱ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی محکمی له لوری په علنئ قضایې جلسو کې سربیره ۳۰ زره افغانی نغډی جریمه تر۳۰ کالو پوری په حبس محکوم په سزا شول.
همدارنګه  په دی موده کې د یاد مرکز د اسیناف محکمی لخوا ۹۶ تنه د ۷۳ قضیو په اړوند حکم صادر شوی او د محکومین شویو په مینځ کې ۷ تنه دولتی مامورین هم شتون لري.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۳۷ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د سلواغه میاشتی په اوږدوکې د را رسیدلو قضیو په اړوند (۱۳۳,۱۴۲)کیلوګرامه هیرویین،(۱۴,۵)کیلوګرامه مورفین،(۱۰۱۱,۶۹)کیلوګرامه تریاک، (۶۵۴۷,۵۳)کیلوګرامه چرس،(۸۸,۳۴۹)کیلوګرامه مت امفتامین،(۹۶۸۸)کیلوګرامه بنګدانه،(۱۵)لیتره تیزاب،۱۰۶۰ لیتره الکولی مشروبات،(۶۶۸۷,۵۵)کیلوګرامه جامد کیمیاوی مواد(۲۰۰)کیلوګرامه خشخاش او (۲۵,۴۹۸) کیلوګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د (سلواغه) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۲۹ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۳ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.
دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د مرغومی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۹۲ قضیو په تړاو۱۱۲ تنه په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.