Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۲۶ تنه قاچاق وړونکي په بند محکوم شول

۲۶ تنه قاچاق وړونکي په بند محکوم شول

2020-02-04 CNJC Photo

 

د یوی اوونئ  په ترڅ کې ۲۶ تنه د مسکراتو اونشه یې توکو په قاچاق تورن د ۲۱ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی اواستیناف محاکمو له لوري په علنئ قضایې جلسو کې له پنځو کالو نه تر۳۰ کالو پوری په حبس محکوم په سزا شول.

د محکومین شویو په مینځ کې د یاد مرکز د ابتدایی محکمی لخوا ۵ تنه د ۵ قضیو په اړوند له پنځو کالو نه تر ۳۰ کالو پوری او د اسیناف محکمی لخوا ۲۱تنه د ۱۶ قضیو په اړوند په بیلابیلو حبسونو محکوم په سزا شوي.

نیول شوي تورن د افغان امنیتي او کشفي ارګانو لخوا د ۱۸۴ ګرامه هیرویین،۸۵ کیلوګرامه تریاک،88 کیلوگرامه چرس  او څه باندی ۳۷ کیلوګرامه مت امفتامین (ښیښه) د قاچاق په تور نیول شوي  او په اړوند یې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد دمبارزی عدلي او قضایي مرکز لخوا عدلي او قضایي فیصلي صادری شوی دي.

په همدی موده کې د مسکراتو  او نشه یې توکو پرضد دمبارزي پولیسو او افغان امنتي او کشفي ارګانو له لوری ۲۰ تنه د یوی میرمنی په ګدون د ۱۵ قضیو په اړوند له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۶ تنه د یوی میرمنی په ګدون هغه کسان دي چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې(هیرویین ) په خیټه او سفری بکسو کې هندوستان او سعودی عربستان ته یي قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

دا په داسی حال کې ده چې دوه اوونئ مخ کې ټولټال د ۲۷ قضیو په تړاو۳۵ تنه په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی  او له پنځو کالو نه تر ۳۰ کالو پوری محکوم پسزا شوي و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.