General error Textpattern Error: Data too long for column 'page' at row 1 on line 95
Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): افغانستان او پاکستان د نشه يي توکو له پلور او قاچاق سره د ګډې مبارزې هوکړه لاسلیک کړه

افغانستان او پاکستان د نشه يي توکو له پلور او قاچاق سره د ګډې مبارزې هوکړه لاسلیک کړه

2020-01-28 CNJC Photo

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او پاکستان له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه او همداراز د نشه يي توکو له پلور او قاچاق د مخنیوي په موخه هوکړه لاسلیک کړه.

یاده هوکړه د افغانستان اسلامي جمهوري د کورنیو چارو وزارت له نشه يي سره د مبارزې د معین محمد هاشم اورتاق او د پاکستان د نشه يي توکو د کنټرول وزارت دبیر احمد جاوېد سلیمي تر منځ لاسلیک شوه.

د دې هوکړې له مخې پاکستان ژمن دی څو له نشه يي توکو سره د مبارزې، د تولید او پلور له مخنیوي برخو کې د افغانستان له دولت سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې پدې هوکړه لیک کې له نشه يي توکو سره د مبارزې، له تولید او قاچاق د مخنیوي او کموالي لارې چارې ښودلی شوې؛ چې له مخې به یې کار وشي.