Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): د ۱۳۹۸ لمریز کال د دریمی ربعې راپور

د ۱۳۹۸ لمریز کال د دریمی ربعې راپور

 

د۱۳۹۸ کال د دریمې ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۲۳۳ قضیو په تړاو۲۷۹ تنه د اتو میرمنو او یوه ایرانی وګړی په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او له اړوند دوسیو سره یې دعدلي اوقضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږلی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ویلو وړ ده چې د پورتنیو نیول شویو کسانو په مینځ کې ۴۱ تنه د دوو میرمنو په ګډون چې غوښتل یي د حامد کرزی له نړیوال هوایی ډګر څخه نشه یې توکې(هیرویین او چرس) په خیټي او سفری بکسونو کې هندوستان،سعودی عربستان  اوعربی متحده اماراتو هیوادونوته یې قاچاق کړي چې دپولیسو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

همدارنګه دمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزدځانګړی څارنوالئ په وړاندیز اوابتدایی محکمی دحکم پربنسټ د۱۳۹۸لمریزکال د دریمی ربعی په لړکې۷۰عرادی موټره ،۳عرادی موټرسایکلونه،۳۹۳سیټه ګرځنده بیلابیل موبایلونه او۳۴میله بیلابیل وسلئ چې د مسکراتو او نشه یي توکو له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی وو مصادره کړي او (۶۲۲۰۸۶) نغدی افغانئ او (۵۱۰۱) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

له بلخوا په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی ابتدایی محکمی له لوری۶۸۶ تنه د۴۰ تنه دولتی کارکوونکي او ۴ تنومیرمنو په ګډون د۲۸۳ قضیو په اړوند له دریو میاشتو نه تر۳۰کالوپوری محکوم په سزا شوي او د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد مبارزی استیناف محکمی لخوا ۲۶۶ تنه د څلور میرمنئ او۱۲تنه دولتی کارکوونکو په ګډون د۱۹۰ قضیو په تړاو په بیلابیلو تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.
همچنان طی سه ماه گذشته محاکم ابتداییه واستیناف مرکزعدلی وقضایی مبارزه علیه مسکرات ومواد مخدر بنابرنیود دلایل الزام برای ۷ نفربه شمول یک کارمند دولتی برائت داده اند.

همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی د ابتدایی او استیناف محکمو له لوری د موثق دلایلو نه شتون له کبله ۶ تنه د یوه دولتی کارکونکې په ګدون بیګناه پیژندل شوی دي.

همدارنګه په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۲۵۳ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د۱۳۹۸ کال د دریمی ربعی په لړ کې ټولټال ضبط شوی مسکرات، نشه یې توکی او روان بدلونکي ګولی چې قضیی د پولیسو د تدقیق، پلټنی او لابراتوار لوی مدیریت ته رسیدلی په لاندی ډول دي:
هیرویین (۴۹۹‚۸۵۲)کیلوګرامه
مورفین (۰۵۸‚۱۱۷) کیلوګرامه
تریاک  (۹۳۴‚۱۹۸۵) کیلوګرامه
چرس (۰۸۵‚۸۴۳۵) کیلوګرامه
ښیښه ( ۶۳۵‚۱۷۸) کیلوګرامه
روان بدلونګي ګولي(K) (۳‚۹۲۲) کیلوګرامه
تیزاب( ۴۸‚۱۳۶۸) لیتره
بنګدانه (۵۶۷۸) کیلوګرامه
جامد کیمیاوی مواد(۲۷‚۴۱۵) کیلوګرامه
الکولی مشروبات(۶۲۷۹) لیتره
خشخاش (۱۱۸۸۰۰) کیلوګرامه
 
هغه ولایتونه چې د دریمی ربعی په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۷۰ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۴۲ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د دوهمی ربعی په اوږدوکې ټولټال د ۳۱۰ قضیو په تړاو۳۵۶ تنه د۸ تنه زنانه اویوه تنه بهرنئ وګړو په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.