تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی…

ادامه

د لیڼدی میاشتې راپور

2019-12-22 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو کاری راپور

د۱۳۹۸ لمریزکال د لیڼدی میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۸۲ قضیو په اړوند ۱۰۰ تنه د یوی ښځئ په ګډون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوي او عدلي او قضایي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یي توکوپرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۶ تنه د یوی ښځئ په ګدون هغه کسان دي چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یې توکې(هیرویین) په خیټه او سفری بکسو کې هندوستان ته یي قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوی دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۲۵ عرادی موټره،یوه عراده موټرسایکله ،۱۰ میله وسلئ او ۱۳۰ سیټه ګرځنده تیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۱۶۰۶۰۵) نغدی افغانئ او (۱۹۰۰) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د۱۳۹۸ لمریزکال دلړم میاشتې په اوږدوکی دمسکراتو اونشه یې توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزد ابتدایی محکمی له لوری ۲۱۹تنه د ۱۴ تنه دولتی کارکونکي او  یوی میرمنئ په ګدون د ۱۰۰ قضیو په اړوند له دری میاشتو نه تر ۲۹ کالو دری میاشتی پوری په حبس محکوم شوي اواستیناف محکمی له لوری ۱۰۶ تنه د ۲ تنه دولتی کارکونکي  او دوو میرمنو په ګدون د۷۳ قضیو په اړوند په بیلابیل تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۹۴ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د لیڼدی میاشتی په اوږدوکې د را رسیدلو قضیو په اړوند (۳۹۸‚۳۳۷) کیلوګرامه هیرویین،(۲۳۵‚۷۸)کیلوګرامه مورفین ، (۸۶۴‚۹۷) کیلوګرامه تریاک، (۲‚۸۰۵۹۷)کیلوګرامه چرس،(۷۹۲‚۷۱) کیلوګرامه مت امفتامین ،(۶۲۸) کیلوګرامه بنګدانه،(۴۸‚۱۳۱۱)لیتره تیزاب،۳۴۴۱ لیتره الکولی مشروبات او (۰۲۶‚۱) کیلوګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د (لیڼدی) میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:

کابل ولایت د ۱۸ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۳ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د لړم میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۷۷ قضیو په تړاو۹۷ تنه د یوئ میرمنئ په ګدون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.