Tag error: <txp:article_custom section="pashto" category="video" limit="1"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Tag error: <txp:article_custom id="234"> ->  Textpattern Error: Incorrect DATETIME value: '0000-00-00 00:00:00' while parsing form None on page pashto
Counter Narcotics Justices Center (CNJC): ۳۲ تنه قاچاق وړونکي تر ۲۰ کالو محکوم په سزا شول

۳۲ تنه قاچاق وړونکي تر ۲۰ کالو محکوم په سزا شول

2019-12-10 Presiner 2.jpg

 

د یوی اوونئ په ترڅ کې ۳۲ تنه په مسکراتو اونشه یې توکو تورن د ۲۶ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی او استیناف محاکمو له لوري په علنئ قضایې جلسو کې له ۲ کالو څخه تر۲۰ کالو پوری په حبس محکوم په سزا شول.

د محکوم شویو په مینځ کې ۴ تنه د ۴ قضیو په اړوند د ابتدایی محکمی لخوا له ۲ کالو نه تر ۲۰ کالو پوری او د استیناف محکمی له لوری ۲۸ تنه د ۲۲ قضیو په اړوند محکوم په مجازات شوي.

نیول شوي تورن د افغان امنیتي او کشفي ارګانو لخوا د څه باندې ۲۲ کیلوګرامه هیرویین او د ۱۱۸۸۰۰ کیلوګرامه خشخاشو د قاچاق په تور نیول شوي  او په اړوند یې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد دمبارزی عدلي او قضایي مرکز لخوا عدلي او قضایي فیصلي صادری شوی دي.

په همدی موده کې د مسکراتو  او نشه یې توکو پرضد دمبارزي پولیسو او افغان امنتي او کشفي ارګانو له لوری ۲۹ تنه د ۲۷ قضیو په اړوند له بیلابیل ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایې څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۲ تنه هغه کسان دي چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي  توکي(هیرویین) په خیټه او سفری بکسو کې یې هندوستان ته یي قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.

دا په داسی حال کې ده چې په تیره دوو اوونیو کې ۳۸ تنه د دوو میرمنو په ګدون په مسکراتو اونشه یې توکو تورن د ۲۴ قضیو په اړوند د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی دعدلي او قضایې مرکز د ابتدایی او استیناف محاکمو له لوری په علنئ قضایې جلسو کې له دریو کالونه ترلسو کالوپوری په حبس محکوم په سزا شول.