تازه ویډیو

دمسکراتو اونشه یی توکو دجرایمو پرضد دمبارزی عدلی اوقضایی مرکز څه دی ؟

نور ویډیو

زموږ په اړه

CJTF Building

دمسکراتو او نشه یي تو کو دجرایمو پرضد دمبارزي عدلي او قضایي مرکز چې په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه یي توکو ملي استراتیژي د کنترول او د مسکراتو او نشه یي توکو دقانون له مخي د افغانستان اسلامی جمهوریت لخوا جوړ شوی…

ادامه

د لړم میاشتې راپور

2019-11-26 CNJC-LOGO

 

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایي مرکز د تدقیق، بررسی او لابراتوار لوی مدیریت، ځانګړی عمومی څارنوالئ ریاست،ابتداییه اواستیناف محاکمو کاری راپور

د۱۳۹۸ لمریزکال د لړم میاشتې په اوږدوکی د نشه یې توکو پرضد دمبارزی پولیس او نور کشفی ارګانو لخوا د مسکراتو او نشه یې توکو د جرایمو د۷۷ قضیو په اړوند ۹۷ تنه د یوی ښځئ په ګډون د هیواد له بیلابیلو ولایاتو څخه نیول شوی او عدلی او قضایی څیړونو په موخه د مسکراتو او نشه یی توکو پرضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز رالیږل شوی دي.

د پورتنیو قضیو په منځ کې ۲۲ تنه د یوی ښځئ په ګدون هغه کسان دي چې غوښتل یې د حامد کرزی له نړیوال هوایي ډګر څخه نشه یي  توکي(هیرویین) په خیټه او سفری بکسو کې یې هندوستان ته یي قاچاق کړي چې دامنیتی اوکشفی ارګانونو اودمسکراتو اونشه یي توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایي مرکزموظف څارنوال لخوا د پیژندلو وروسته نیول شوي دي.

د مسکراتو او نشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایي مرکز د پولیسو د تدقیق،بررسي او لابراتوار لوی مدیریت د نشه یي توکو او مسکراتو په قاچاق نیول شوی تورن کسانو څخه لومړنی څیړنی د ۷۲ ساعتو په ترڅ بشپړ کړي او هغوی نسبتي دوسیو سره عدلي څیړنو په موخه د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی عدلي اوقضایې مرکز ته استولی دي.

د ځانګړی څارنوالئ په وړاندیز او د ابتدایی محکمی د حکم پر بنسټ ۲۴ عرادی موټره،۲عرادی موټرسایکلونه ،۱۰ میله وسلئ او ۱۳۷ سیټه ګرځنده تیلفونونه چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوی و مصادره کړي او (۲۹۲۱۷۱) نغدی افغانئ او (۱۱۵۱) نغدی امریکایی ډالره چې له قاچاقبرانو څخه ترلاسه شوي و د افغانستان بانک قطعی حساب ته سپارل شوی دي.

همدارنګه د۱۳۹۸ لمریزکال د لړم میاشتې په اوږدوکی دمسکراتو اونشه یې توکو سره دمبارزی عدلي اوقضایې مرکزد ابتدایی محکمی له لوری ۱۲۳تنه د ۱۳ تنه دولتی کارکونکي په ګډون د ۸۸ قضیو په اړوند له ۳میاشتو نه تر ۲۹کالو او۳ میاشت حبس محکوم په سزا شوي اواستیناف محکمی له لوری ۶۶ تنه د ۲ تنه دولتی کارکونکي  په ګډون د۵۱قضیو په اړوند په بیلابیل تنفیذی بند محکوم په سزا شوي.

په دی موده کې د مسکراتو او نشه یې توکو پرضد د مبارزی استیناف محکمی له فیصلی وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري د ستری محکمی عامه امنیت دیوان لخوا د ۸۴ قضیو فیصلی بشپړی شوي.

د لړم میاشتی په اوږدوکې د را رسیدلو قضیو په اړوند (۱۴۶‚۴۵۱)کیلوګرامه هیرویین،(۷‚۲۹)کیلوګرامه مورفین ، (۰۸‚۱۵۴۸) کیلوګرامه تریاک، (۴۹‚۳۳۸۹) کیلوګرامه چرس ،۰۵۹‚۴۲)کیلوګرامه مت امفتامین ،(۵۰۰)  کیلوګرامه بنګدانه،(۳۰)لیتره تیزاب،(۴۳۲) لیتره الکولی مشروبات،(۲۷‚۴۱۵) کیلوگرام مواد کیمیاوی جامدی او (۴۸۵‚۰)  کیلوګرامه روان اړوونکی  ګولی کشف او ترلاسه شوی.

هغه ولایتونه چې د لړم میاشتې په اوږدوکې ډیري قضیي لري:
کابل ولایت د ۳۵ قضیو په درلودلو او ننګرهار ولایت د ۱۳ قضیو په درلودلو سره د نشه یي توکو او مسکراتو د ډیري قضیو لرونکي ولایتونوڅخه شمیرل کیږي.

دا په داسی حال کې ده چې د۱۳۹۸ کال د تلی میاشتې په اوږدوکې ټولټال د ۷۴ قضیو په تړاو۸۰ تنه د یوی ښځی په ګډون په مسکراتو اونشه یي توکو تورن له بیلابیلو ولایتونو څخه نیول شوي او اړوندو دوسیو سره یې دعدلي او قضایی څیړنو لپاره دمسکراتو اونشه یي توکو پرضد د مبارزی عدلي او قضایې مرکز ته را لیږل شوی و.
د مسکراتواونشه یي توکو په قانون کې د وروستیو تعدیلاتو پربنسټ، یاد مرکز د نوموړی قانون د ۱۶ او ۱۷ مادی په رڼا کې هغه نشه یي توکی چې وزن یي یوه کیلو ګرامه هیرویین، مورفین،کوکایین،څه باندی لس ګرامه مخدرسنتیک،څه باندی ۵لیتره استیک انهایدرایت،۵۰جریبه ځمکه کې د نشه یي توکو مولد کښت کونکی،څه باندی ۲۰۰لیتره مسکرات،څه باندی ۱۰کیلوګرامه تریاک اوڅه باندی ۵۰ کیلو ګرامه چرس او بنګ دانه وي د څېړنو صلاحیت یې لري.